ایکنانیوز له عراقه راپور راکوي، دغه سیالۍ د حسیني آستان د دارالقرآن په همت او د کربلا د ؛الزهراء(س) د انجونو د پوهنتون په ملګرتیا سره ترسره کیږي او تر څلورو ورځو پورې به دوام وکړي.
د حسینی آستان له دارالقرآن سره اړونده د قرآنی رسندوئي څانګې مسئول کرار الشمري په دې باب ووئيل،دغه سیالۍ په کربلا کې د الزهرا(س) پوهنتون او د آستان مقدس په دارالقرآن ځای کې ترسره کیږي او ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې یو شمیر غوره قرآني شخصیّتونو شتون درلود.
هغه ووئيل، په دغو سیالیو کې د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې د قرآن کریم ۲۵۰ حافظان ګډون کوي چې د ټول قرآن کریم حفظ د شلو سپارو حفظ او د لسو سپارو حفظ په درو برخو کې به سره سیالۍ وکړي.
د حسینی آستان د دارالقرآن مشر شیخ خیرالدین علی الهادي ددغو سیالیو په پرانیستونکو ستورو کې پخپلې وینا کې په درست عراق کې د دارالقرآن له خوا د قرآڼ د حفظ د زده کړې د ملی پلان د مرحلو او په دغه هیواد کې د قرآني فعالیتونو په باب ددغه مرکز د اهتمام په اړه یو لړ توضیحات وړاندې کړل.
د کربلا د الزهرا پوهنتون مشرې میرمن زینب الملاالسطاني هم په دغو دستورو کې په وینا سره،له قرآنی فعالیتونو څخه د ملاتړ په خاطر د حسینی آستان د دارالقرآن قدرونه اوستاینه وکړه.
باید ووئيل شي، د قرآن د حفظ د دزه کړې ملی پلان د عراق په مختلفو ولایتونو کې د حسینی آستان د دارالقرآن په همت سره اجرا کیږي او تر اوسه پورې ډير کسان ددغه پلان په چوکاټ کې د ټول قرآن په حفظ کولو کې بریالي شوي دي.